Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 7 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 7 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


كَيْفَ يَكُونُ لِلْمُشْرِكِينَ عَهْدٌ عِنْدَ اللَّهِ وَعِنْدَ رَسُولِهِ إِلَّا الَّذِينَ عَاهَدْتُمْ عِنْدَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ۖ فَمَا اسْتَقَامُوا لَكُمْ فَاسْتَقِيمُوا لَهُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ 7
ترجمه:
د الله په نیز او د هغه د رسول په نیز به د مشركانو لپاره څنګه عهد وي، غیر له هغو كسانو نه چې تاسو ورسره د مسجد حرام په خوا كې عهد كړى دى، نو ترڅو پورې چې هغوى تاسو لپاره (په عهد) پوره قايم وي، نو تاسو هم د هغوى لپاره (په عهد) كلك قايم اوسئ، بېشكه الله (له بد عهدۍ نه) ځان ساتونكي خوښوي التوبه ۹:۷
تفسیر:
نه ده صحیح چې شي دې د هغه چا لپاره چې د الله سره یې شرک کړی، وعده او امن د الله تعالی په نیز او دهغه درسول په نیز مګر وعده د هغه مشرکینو چې تاسو ورسره وعده کړیده-مسلمانانو- د مسجدحرام په خوا کې د حدیبیې په صلحه کې تر څو پورې چې هغوي ولاړ وو تاسو سره په هغه وعده چې وه ستاسو او د هغوی په مینځ کې او نه یې وه ماته کړې نو تاسو هم ودریږئ په دغه وعده او مه یې ماتوئ بیشکه الله مینه کوي د پرهیزګارانو سره د خپلو هغه بنده ګانونه چې عمل کوي د الله په اوامرو او ځان ساتي د هغه له نواهیو څخه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 6 راتلونکې التوبه • آیت 8