څنګه (كېدى شي د دوى لپاره عهد!) حال دا چې كه دوى پر تاسو باندې لاس بري شي (، نو بیا) دوى ستاسو په حق كې نه خپلولۍ ته ګوري او نه عهد ته، دوى تاسو په خپلو خولو سره راضي كوي او د دوى زړونه انكار كوي او د دوى اكثره فاسقان دي التوبه ۹:۸ ⧉
تفسیر:
څنګه به شی د دوی لپاره لوظ او امن او حال دا چې دوی ستاسو دښمنان دي که غالبه شي درباندې؛ نه د الله لحاظ کوي ستاسو په باره کې او نه دخپلوۍ او نه د لوظ، بلکه دررسوي به تاسو ته بد عذاب، خوشحالوي تاسو تش د ژبې په سر په ښایسته خبرو اوزړونه یې د ژبو سره موافق ندي، پوره والی نه کوي پخپلو ویناوو او ډیر یې د الله د طاعت نه وتونکي دي دوعدې د ماتولو په وجه.