Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 67 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 67 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ بَعْضُهُمْ مِنْ بَعْضٍ ۚ يَأْمُرُونَ بِالْمُنْكَرِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمَعْرُوفِ وَيَقْبِضُونَ أَيْدِيَهُمْ ۚ نَسُوا اللَّهَ فَنَسِيَهُمْ ۗ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ هُمُ الْفَاسِقُونَ 67
ترجمه:
منافق سړي او منافقې ښځې د دوى ځینې د ځینو (نورو) څخه دي، دوى د نارواو حكم كوي او له نیكۍ نه منع كوي او خپل لاسونه (له انفاق كولو نه) كلك بند ساتي، دوى الله پرېښوده، نو هغه (الله) دوى پرېښودل، بېشكه همدا منافقان فاسقان (د ایمان له دايرې نه وتونكي) دي التوبه ۹:۶۷
تفسیر:
منافقان سړي او ښځې د منافقت په حالاتو کې سره یو شان دي، او دوی د مومنانو سره په مقابل کې دي، ځکه چې دوی په بدۍ سره امر کوي، او له نیکیو خلک منع کوي، او په خپلو مالونو بخل (شومتیا) کوي او د الله تعالی په لار کې یې نه مصرفوي، د الله تعالی اطاعت یې پرېښی دی، نو الله تعالی هم له خپل توفیق (توانمندۍ) څخه پرېښودل، بېشکه همدا منافقان د الله تعالی د اطاعت او حقې لارې څخه ګناه او د ګمراهۍ لارې خوا ته وتلي دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 66 راتلونکې التوبه • آیت 68