الله له منافقو سړیو او منافقو ښځو او (ټولو) كفارو سره د جهنم د اور وعده كړې ده، په داسې حال كې چې دوى به په هغه كې تل ترتله وي، همدغه د دوى لپاره بس دى او الله په دوى لعنت كړى دى او د دوى لپاره تل (دايمي) عذاب دى التوبه ۹:۶۸ ⧉
تفسیر:
الله تعالی د منافقانو او کافرانو سره که چېرې توبه و نه باسي د دې ژمنه کړې ده چې دوی به د دوزخ اور کې ننباسي، چې تل به هملته وي، همدا عذاب ورته بس دی، او الله تعالی له خپلې لورینې څخه شړلي دي، او دوی لپاره دائمي او روان عذاب دی.