دوى په الله قسمونه خوري چې دوى (څه) نه دي ویلي او یقینًا یقینًا دوى د كفر الفاظ ویلي دي او له خپل اسلام راوړو نه بعد كافر شوي دي او دوى د هغه څه اراده كړې ده چې دوى (هغه ته) ونه رسېدل او دوى (په الله او د هغه په رسول، عیب ونه لګاوه مګر ځكه چې الله له خپل فضله دوى غنیان كړل او د هغه رسول (د غنیمتونه په تقسیم سره) نو كه دوى (له نفاقه) توبه وباسي دا به د دوى لپاره ډېر غوره وي او كه دوى وګرځي (نو) الله به دوى ته په دنیا او اخرت (دواړو) كې ډېر دردوونكى عذاب وركړي، په دې حال كې چې د دوى لپاره به په ځمكه كې هېڅ كارساز او مددګار نه وي التوبه ۹:۷۴ ⧉
تفسیر:
منافقان په دروغو سره په الله تعالی قسمونه خوري: مونږ هغه څه نه دي ویلي کوم چې تا ته رسېدلي دي تا ته د ښکنځلو کولو او ستا د دین د عیب ویلو په اړه، او خامخا په تحقیق سره دوی هغه څه چې تا ته رسېدلي ویلي یې دي چې د دوی د کفر لامل ګرځي، او کفر یې د ایمان د ښکاره کولو وروسته ښکاره کړی دی، او د هغه څه هڅه یې کړې چې د دوی وس پرې بر نه شو، چې د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د وژلو هڅه کول وو، او د هېڅ شي انکار یې نه کولو مګر د یو شي چې باید انکار یې ونشي هغه چې الله تعالی دوی په هغه څه مالداره کړل چې الله تعالی خپل پېغمبر ته د غنیمت په ډول پېرزو کړي وو، پس که دوی له خپل منافقت څخه الله تعالی ته توبه وباسي نو دوی لپاره به ډېره ښه وي له دې چې په منافقت کې پاتې شي، او که چېرې یې الله تعالی ته له توبې ویستلو څخه مخ وګرځولو نو په دنیا کې به د وژل کېدلو او بندي کېدلو دردناک عذاب ورکړي، او په آخرت کې به په اور د سوځولو دردناک عذاب ورکړي، او د دوی به هېڅ دوست نه وي چې له عذاب څخه یې وژغوري، او نه مددګار چې عذاب ترې لرې کړي.