او په دوى كې ځینې هغه څوك دي چې له الله سره يې عهد كړى دى چې قسم دى كه هغه مونږ ته له خپله فضله څه راكړل (، نو) خامخا ضرور به خیراتونه كوو او هرومرو لازمًا به له نېكانو څخه كېږو التوبه ۹:۷۵ ⧉
تفسیر:
او ځینې منافقان هغه دي چې د الله تعالی سره یې داسې ژمنه کړې ده: که چېرې مونږ ته الله تعالی د خپل فضل څخه څه راکړل نو مونږ به په اړ خلکو باندې صدقه وکړو، او مونږ به خامخا له هغو نیکانو څخه شو چې کړنې یې سمې وي.