Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 78 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 78 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


أَلَمْ يَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ سِرَّهُمْ وَنَجْوَاهُمْ وَأَنَّ اللَّهَ عَلَّامُ الْغُيُوبِ 78
ترجمه:
ایا دوى په دې نه دي پوه شوي چې بېشكه الله د دوى په پټو (نیتونو) او د دوى په پټو مشورو عالم دى او (دوى په دې نه دي پوه شوي) چې بېشكه الله په ټولو پټو خبرو ښه عالم دى التوبه ۹:۷۸
تفسیر:
آیا دا منافقان نه پوهېږي چې الله تعالی په هغه چلونو او دوکو چې دوی يې په خپلو غونډو کې پټ کوي ښه پوه دی؟ او دا چې الله تعالی په ټولو پټو ډېر ښه پوه دی؟ پس د دوی د اعمالو څخه هېڅ هم له الله پټ نه دي، او زر ده چې دوی ته به د دې بدله ورکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 77 راتلونکې التوبه • آیت 79