Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 79 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 79 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


الَّذِينَ يَلْمِزُونَ الْمُطَّوِّعِينَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ فِي الصَّدَقَاتِ وَالَّذِينَ لَا يَجِدُونَ إِلَّا جُهْدَهُمْ فَيَسْخَرُونَ مِنْهُمْ ۙ سَخِرَ اللَّهُ مِنْهُمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ 79
ترجمه:
هغه كسان چې په نفلي خیرات كوونكو مومنانو باندې د صدقاتو په باره كې عیب لګوي او په هغو كسانو باندې (عیب لګوي) چې هغوى نه مومي مګر خپل وس او محنت، نو دوى (منافقان) په دوى پورې مسخرې كوي، الله به په دوى پورې مسخرې وكړي او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى التوبه ۹:۷۹
تفسیر:
هغه کسان چې عیب وایي د خیرات کوونکو مومنانو کوم چې لږ شیان خیرات کوي، او هغه کسان چې نه مومي مګر لږ شیان چې د دوی وس وي، نو دوی ورپورې ټوکې کوي او وایي: دا خیرات یې څه ګټه لري؟ الله تعالی دوی پورې ټوکې کوي د دوی د ټوکو په بدل کې چې مومنانو پورې یې کوي، او دوی لپاره دردناک عذاب دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 78 راتلونکې التوبه • آیت 80