ته د دوى لپاره استغفار وغواړه، یا د دوى لپاره استغفار مه غواړه كه ته د دوى لپاره اویا ځله هم استغفار وغواړې، نو الله به له سره دوى ته بخښنه ونه كړي، دا ځكه چې یقینًا دوى په الله او د هغه په رسول كافران شوي دي او الله فاسق (له حد نه وتونكي) قوم ته هدایت نه كوي التوبه ۹:۸۰ ⧉
تفسیر:
ای پېغمبره! دوی ته بخښنه وغواړه، او یا یې مه غواړه، نو که چېرې ته دوی ته اویا ځلې هم بخښنه وغواړې نو د دومره زیاتوالي سره هم دوی د الله تعالی بخښنه نشي تر لاسه کولای؛ ځکه چې دوی په الله او د هغه په پېغمبر کافران شوي دي، او الله تعالی هغو کسانو ته د حق توفیق او وس نه ورکوي چې د ده د شریعت څخه په قصدي ډول وتلي وي.