Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 81 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 81 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


فَرِحَ الْمُخَلَّفُونَ بِمَقْعَدِهِمْ خِلَافَ رَسُولِ اللَّهِ وَكَرِهُوا أَنْ يُجَاهِدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَقَالُوا لَا تَنْفِرُوا فِي الْحَرِّ ۗ قُلْ نَارُ جَهَنَّمَ أَشَدُّ حَرًّا ۚ لَوْ كَانُوا يَفْقَهُونَ 81
ترجمه:
وروسته پاتې كړى شوي خلق، له رسول الله نه شا ته، په خپلو كېناستو باندې خوشحاله شول او دوى بد وګڼل دا چې په خپلو مالونو او ځانونو سره د الله په لاره كې جهاد وكړي او ويې ويل: تاسو په ګرمۍ كې (دې غزا ته) مه وځئ، ته ووایه: بېشكه د جهنم اور د ګرمۍ په لحاظ ډېر سخت دى، كه چېرې دوى پوهېدلى التوبه ۹:۸۱
تفسیر:
د تبوک د غزا څخه پاتې شوي منافقان په دې خوشاله شول چې د الله په لار کې د جهاد څخه کیناستل او د پېغمبر علیه السلام مخالفت یې وکړ، او بد یې وګڼل چې د الله په لار کې په مال او نفس باندې داسې جهاد وکړي لکه مومنان یې چې کوي، او خپلو منافقانو ورونو ته یې پداسې حال کې وویل چې د هغوی بندوونکي وو -له جنګ څخه-: تاسو په ګرمۍ کې مه ځئ؛ ځکه چې د تبوک غزا د ګرمۍ په موسم کې وه، ته ورته ووایه -ای پېغمبره- د جهنم اور چې د منافقانو انتظار کوي له دې ګرمۍ چې دوی ترې تښتي ډېر سخت دی که چېرې پوهېږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 80 راتلونکې التوبه • آیت 82