نو دوى دې وخاندې (په دنیا كې) لږ او ودې ژاړي ډېر (په اخرت كې) (دا) جزا ده په سبب د هغو عملونو چې دوى به كول التوبه ۹:۸۲ ⧉
تفسیر:
دا منافقان چې د جهاد څخه پاتې شوي دي ودې خاندي لږ د دنیا په فاني ژوند کې، او ډېر دې وژاړي د آخرت په پاتې ژوند؛ دا د هغه کار بدله ده چې کوم کفر ګناهونه او تېروتنې دوی په دنیا کې کول.