او د اعرابو (بانډېسیانو) څخه عذر جوړونكي راغلل، د دې لپاره چې دوى ته (د پاتې كېدو) اجازت وركړى شي او هغه كسان كېناستل چې الله او د هغه رسول ته يې دروغ ویلي وو، ژر به هغو كسانو ته، چې په دوى كې كافران شوي دي؛ ډېر دردوونكى عذاب ورسېږي التوبه ۹:۹۰ ⧉
تفسیر:
او یوه ډله د مدینې او ګرد چاپېره د بانډچیانو څخه د الله پېغمبر ته په عذرونو باندې راغله؛ دې لپاره چې د الله په لار کې جهاد ته د نه تللو لپاره اجازه واخلي، او یوه بله ډله داسې وه چې بیخي عذر ته هم را نغلل؛ ځکه چې دوی پر پېغمبر علیه السلام باور نه درلوده او د الله تعالی په ژمنو یې ایمان نه درلوده، زر دی چې دوی ته به د دوی د کفر له کبله دردناک عذاب ورسي.