هېڅ ګناه او جرم نشته په كمزورو او نه په مریضانو او نه په هغو كسانو چې نه مومي هغه (مال) چې يې ولګوي، كله چې دوى د الله او د هغه د رسول لپاره اخلاص كوي، په نېكي كوونكو باندې هېڅ (د الزام) لار نشته او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى التوبه ۹:۹۱ ⧉
تفسیر:
په ښځینه او کوچنیانو او ناروغانو او کمزورو او ړندو او هغه بیچاره ګانو باندې چې دومره مال ونلري چې دې لپاره یې مصرف کړي چې جهاد ته چمتوالی وښایي، په دوی ټولو باندې ګناه نشته چې د جهاد څخه پاتې شي؛ ځکه دوی عذرونه لري، کله چې دوی الله او د هغه پېغمبر ته اخلاص مند وي او د هغه په شریعت عمل وکړي، د داسې عذرونو لرونکي چې نیکو کار وي هېڅ لار د دوی د عذاب لپاره نشته، او الله تعالی د نیک عملو خلکو د ګناهونو بخښونکی دی، او پر دوی مهربانه دی.