Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 92 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 92 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


وَلَا عَلَى الَّذِينَ إِذَا مَا أَتَوْكَ لِتَحْمِلَهُمْ قُلْتَ لَا أَجِدُ مَا أَحْمِلُكُمْ عَلَيْهِ تَوَلَّوْا وَأَعْيُنُهُمْ تَفِيضُ مِنَ الدَّمْعِ حَزَنًا أَلَّا يَجِدُوا مَا يُنْفِقُونَ 92
ترجمه:
او نه په هغو كسانو (څه حرج شته) چې هركله تا ته راغلي دي، د دې لپاره چې ته هغوى ته سورلۍ وركړې، تا وویل: زه نه مومم هغه (سورلي) چې تاسو پر هغې سواره كړم، نو هغوى وګرځي، په داسې حال كې چې د هغوى سترګې په اوښكو سره بهېږي، د دې غم په سبب چې دوى هغه (مال) نه مومي چې دوى يې ولګوي التوبه ۹:۹۲
تفسیر:
او همدا راز په هغو پاتې شوو هم ګناه نشته کوم چې تا ته راغلل -ای پېغمبره- او غوښتنه یې کوله چې دوی په سورلۍ سواره کړې نو تا ورته وویل: زه داسې څاروي نه مومم چې تاسو پرې سواره کړم؛ دوی له تا څخه په داسې حال بېرته وګرځېدل چې د دوی له سترګو څخه د غم اوښکې بهېدلې دا چې دوی داسې څه نه له ځانو سره موندل او نه له تا سره چې دوی یې مصرف کړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 91 راتلونکې التوبه • آیت 93