Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 93 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 93 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


إِنَّمَا السَّبِيلُ عَلَى الَّذِينَ يَسْتَأْذِنُونَكَ وَهُمْ أَغْنِيَاءُ ۚ رَضُوا بِأَنْ يَكُونُوا مَعَ الْخَوَالِفِ وَطَبَعَ اللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ 93
ترجمه:
یقینا همداخبره ده چې لار (د ملامتۍ) خو په هغو كسانو ده چې هغوى له تا نه (د پاتې كېدلو) اجازت غواړي، حال دا چې دوى غنیان دي، دوى راضي شوي دي په دې چې دوى پاتې شي له وروسته پاتې كېدونكو (ښځو، جینكو) سره او الله د دوى په زړونو مهر لګولى دى، نو دوى نه پوهېږي التوبه ۹:۹۳
تفسیر:
کله يې چې دا بيان کړه چې پر عذر لرونکو د سزا کومه لاره نشته، هغه کسان يې ياد کړل چې د سزا او نيولو وړ دي؛ نو ويې ويل: د سزا او نيولو لار پر دغو کسانو ده چې له تا څخه ای رسوله! له جهاد څخه د پاتې کېدو اجازه غواړي، حال دا چې هغوی توان لرونکي دي د هغه څه په شتون چې چمتووالی پرې ونيسي، د ځانو لپاره يې رسوايي او سپکاوی خوښ کړي دي، چې په کور کې له پاتې شويو مېرمنو سره پاتې شي، الله يې پر زړونو مهر لګولی چې له نصيحته نه اغېزمن کيږي، هغوی د دغه مهر له امله په هغه څه نه پوهيږي چې په څه کې يې ګټه ده؛ ترڅو يې غوره کړي او په څه کې يې تاوان دی څو ترې ډډه وکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 92 راتلونکې التوبه • آیت 94