Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 95 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 95 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


سَيَحْلِفُونَ بِاللَّهِ لَكُمْ إِذَا انْقَلَبْتُمْ إِلَيْهِمْ لِتُعْرِضُوا عَنْهُمْ ۖ فَأَعْرِضُوا عَنْهُمْ ۖ إِنَّهُمْ رِجْسٌ ۖ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ 95
ترجمه:
یقینًا دوى به تاسو ته په الله سره قسمونه خوري، كله چې تاسو دوى ته واپس راشئ، د دې لپاره چې تاسو له دوى نه اعراض وكړئ، نو تاسو له دوى نه اعراض وكړئ، بېشكه دوى پلیت دي، او د دوى د ورتلو ځاى جهنم دى، لپاره د بدلې د هغو عملونو چې دوى به كول التوبه ۹:۹۵
تفسیر:
دغه وروسته پاتې کېدونکي به د خپلو باطلو عذرونو د تاکيد لپاره پر الله لوړې کوي کله چې تاسو راوګرځئ ای مؤمنانو! تر څو د هغوی له ملامتولو او هغوی ته د پېغور ورکولو څخه لاس په سر شئ، هغوی د غوسه کوونکي د پرېښودو غوندې پرېږدئ او ترې لرې شئ، بېشکه هغوی پليتۍ دي باطني چټلتياوې دي، د ورتلو ځای يې دوزخ دی، د هغوی د کړي نفاق او ګناهونو بدله ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 94 راتلونکې التوبه • آیت 96