Landscape MP4 Vertical MP4

سورت التوبه — آیت 96 (پښتو) — ویډیو

التوبه • آیت نمبر 96 (ټولې 129 آيتونه) • پښتو


يَحْلِفُونَ لَكُمْ لِتَرْضَوْا عَنْهُمْ ۖ فَإِنْ تَرْضَوْا عَنْهُمْ فَإِنَّ اللَّهَ لَا يَرْضَىٰ عَنِ الْقَوْمِ الْفَاسِقِينَ 96
ترجمه:
دوى تاسو ته قسمونه خوري، د دې لپاره چې تاسو له دوى نه راضي شئ، نو كه تاسو له دوى نه راضي شئ، پس یقینًا الله له فاسق قوم نه نه راضي كېږي التوبه ۹:۹۶
تفسیر:
دغه وروسته پاتې کېدونکي به تاسو ته ای مؤمنانو! لوړې کوي، ترڅو تاسو ترې راضي شئ او د هغوی عذرونه ومنئ؛ نو له هغوی مه راضي کېږئ، که چېرې تاسو له هغوی راضي شوئ؛ نو د خپل پالونکي مخالفت مو وکړ، ځکه هغه له داسې قوم څخه نه راضي کيږي چې په کفر او نفاق د هغه له پيروۍ وتونکی وي، نو وډار شئ ای مسلمانانو! د هغه چا څخه په راضي کېدو چې الله ترې نه راضي کيږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ التوبه • آیت 95 راتلونکې التوبه • آیت 97