Landscape MP4 Vertical MP4

سورت ابراهیم — آیت 10 (پښتو) — ویډیو

ابراهیم • آیت نمبر 10 (ټولې 52 آيتونه) • پښتو


قَالَتْ رُسُلُهُمْ أَفِي اللَّهِ شَكٌّ فَاطِرِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ يَدْعُوكُمْ لِيَغْفِرَ لَكُمْ مِنْ ذُنُوبِكُمْ وَيُؤَخِّرَكُمْ إِلَىٰ أَجَلٍ مُسَمًّى ۚ قَالُوا إِنْ أَنْتُمْ إِلَّا بَشَرٌ مِثْلُنَا تُرِيدُونَ أَنْ تَصُدُّونَا عَمَّا كَانَ يَعْبُدُ آبَاؤُنَا فَأْتُونَا بِسُلْطَانٍ مُبِينٍ 10
ترجمه:
د دوى رسولانو وویل: ایا د الله په باره كې شك دى، چې د اسمانونو او ځمكې پیدا كوونكى دى؟ هغه تاسو رابلي، د دې لپاره چې هغه تاسو لپاره ستاسو څه ګناهونه وبخښي او تاسو مقررې نېټې ته وروسته كړي۔، دوى وویل: نه یئ تاسو مګر زمونږ په شان بشر، تاسو غواړئ چې مونږ له هغه څه نه منع كړئ چې زمونږ پلرونو يې عبادت كاوه، نو تاسو مونږ ته ښكاره دلیل (معجزه) راوړئ ابراهیم ۱۴:۱۰
تفسیر:
رسولانو هغوی ته د ځواب ورکوونکو په توګه وويل: آيا د الله په توحيد او هغه ته په يوازې عبادت کولو کې شک دی، هغه د آسمانونو پيداکوونکی او د ځمکې پيداکوونکی دی او پرته له مخکينۍ بېلګې يې رامنځته کوونکی دی؟ ايمان ته مو رابولي تر څو له تاسو مو پخواني ګناهونه ختم کړي، وروسته کوي مو ستاسو د بشپړ اخېستو تر وخته چې ستاسو د دنيا په ژوند کې نېټې درته ټاکل شوې دي، قومونو يې ورته وويل: تاسو نه يئ مګر زموږ غوندې انسانان، تاسو لره پر موږ کوم غوراوی نشته، تاسو د هغه څه له عبادته زموږ راګرځول غواړئ چې زموږ پلرونو يې عبادت کوی، څرګند دليل راوړئ چې ستاسو پر رېښتينولۍ دلالت کوي په هغه دعوی کې چې کوئ يې چې تاسو د الله له لوري موږ ته رسولان ياست.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ ابراهیم • آیت 9 راتلونکې ابراهیم • آیت 11