Landscape MP4 Vertical MP4

سورت ابراهیم — آیت 11 (پښتو) — ویډیو

ابراهیم • آیت نمبر 11 (ټولې 52 آيتونه) • پښتو


قَالَتْ لَهُمْ رُسُلُهُمْ إِنْ نَحْنُ إِلَّا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ وَلَٰكِنَّ اللَّهَ يَمُنُّ عَلَىٰ مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ ۖ وَمَا كَانَ لَنَا أَنْ نَأْتِيَكُمْ بِسُلْطَانٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ ۚ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ 11
ترجمه:
دوى ته خپلو رسولانو وویل: مونږ نه یو مګر ستاسو په شان بشر، او لېكن الله په خپلو بنده ګانو كې چې په چا وغواړي احسان كوي او مونږ ته له سره اختیار نشته چې تاسو ته كوم دلیل (معجزه) راوړو مګر د الله په حكم سره۔ او لازم ده چې خاص په الله باندې مومنان توكل وكړي ابراهیم ۱۴:۱۱
تفسیر:
هغوی ته يې رسولانو پر هغوی د رد په ډول وويل: موږ يوازې ستاسو غوندې انسانان يو، موږ په دغه کې ستاسو له ورته والي څخه نټه نه کوو، خو له دغه ورته والي څخه په هر څه کې ورته، ورته والی نه لازميږي، نو الله له خپلو بنده ګانو چې چاته وغواړي په ځانګړي انعام سره پېرزوينه پرې کوي، چې هغوی خلکو ته د استازو په توګه غوره کوي او زموږ لپاره نه صحيح کيږي چې تاسو ته هغه دليل راوړو چې غوښتنه يې کوئ، مګر د الله په خوښه، نو د هغه راوړل زموږ په توان کې نه دي، بلکې يوازې الله پر دغه ځواکمن دی، او يوازې پر الله بايد مؤمنان په خپلو چارو کې بروسه وکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ ابراهیم • آیت 10 راتلونکې ابراهیم • آیت 12