Landscape MP4 Vertical MP4

سورت ابراهیم — آیت 12 (پښتو) — ویډیو

ابراهیم • آیت نمبر 12 (ټولې 52 آيتونه) • پښتو


وَمَا لَنَا أَلَّا نَتَوَكَّلَ عَلَى اللَّهِ وَقَدْ هَدَانَا سُبُلَنَا ۚ وَلَنَصْبِرَنَّ عَلَىٰ مَا آذَيْتُمُونَا ۚ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ 12
ترجمه:
او مونږ ته څه عذر دى چې مونږ به په الله توكل نه كوو، حال دا چې هغه مونږ ته د خپلو لارو هدایت كړى دى او خامخا هرومرو به مونږ په هغو تكلیفونو صبر كوو چې تاسو يې مونږ ته راكوئ، او لازم ده چې خاص په الله باندې توكل كوونكي توكل وكړي ابراهیم ۱۴:۱۲
تفسیر:
کوم خنډ او کوم عذر دی زموږ او پر هغه د بروسې کولو ترمنځ؟ سره له دې چې ترټولو سمې او څرګندې لارې ته یې لارښوونه راته کړې ده، هرومرو به ستاسو له لوري د درواغجن ګڼلو او ملنډو وهلو پر آزار رسونه صبر کوو او يوازې پر الله بايد مؤمنان په خپلو ټولو چارو کې بروسه وکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ ابراهیم • آیت 11 راتلونکې ابراهیم • آیت 13