او كافران شویو خلقو خپلو رسولانو ته وویل: خامخا هرومرو به مونږ تاسو له خپلې ځمكې نه وباسو، یا به خامخا هرومرو تاسو زمونږ دین ته راګرځئ، نو دغو (رسولانو) ته خپل رب وحي وكړه چې خامخا ضرور به مونږ ظالمان هلاكوو ابراهیم ۱۴:۱۳ ⧉
تفسیر:
او د رسولانو له قومونو هغو خلکو چې کفر يې کړی وو وويل کله چې د خپلو رسولانو له شخړې بې وسه شول: هرومرو به تاسو له خپل کلي وباسو يا به تاسو له خپل دينه زموږ دين ته راګرځئ؛ نو الله رسولانو ته د هغوی د ثابت پاتې کېدو لپاره وحي وکړه، هرومرو به هغه ظالمان چې پر الله او رسولانو يې کفری تباه کړو.