Landscape MP4 Vertical MP4

سورت ابراهیم — آیت 9 (پښتو) — ویډیو

ابراهیم • آیت نمبر 9 (ټولې 52 آيتونه) • پښتو


أَلَمْ يَأْتِكُمْ نَبَأُ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ قَوْمِ نُوحٍ وَعَادٍ وَثَمُودَ ۛ وَالَّذِينَ مِنْ بَعْدِهِمْ ۛ لَا يَعْلَمُهُمْ إِلَّا اللَّهُ ۚ جَاءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَرَدُّوا أَيْدِيَهُمْ فِي أَفْوَاهِهِمْ وَقَالُوا إِنَّا كَفَرْنَا بِمَا أُرْسِلْتُمْ بِهِ وَإِنَّا لَفِي شَكٍّ مِمَّا تَدْعُونَنَا إِلَيْهِ مُرِيبٍ 9
ترجمه:
ایا تاسو ته د هغو خلقو خبر نه دى راغلى چې له تاسو نه مخكې وو، چې د نوح قوم او عادیان او ثمودیان وو او هغه كسان چې له دوى نه پس وو، چې يواځې الله پر هغوى عالم دى، دوى ته خپلو رسولانو ښكاره دلیلونه راوړي وو، نو دوى خپل لاسونه خپلو خولو ته وګرځول او ويې ويل: بېشكه مونږ كافران شوي یو په هغه څه چې تاسو په هغه سره رالېږل شوي یئ او بېشكه مونږ یقینًا د هغه څه په هكله چې تاسو مونږ هغه ته بلئ په اضطراب اچوونكي شك كې یو ابراهیم ۱۴:۹
تفسیر:
ای کافرانو! له تاسو مخکې د درواغ ګڼونکو امتونو د تباهۍ خبر ندی درته راغلی: د نوح د قوم، د هود د قوم عاد، د صالح د قوم ثمود او هغو امتونو چې له هغوی وروسته راغلي، ډېر دي چې يوازې الله يې شمېرلی شي؟ هغوی ته يې رسولان له څرګندو دلائلو سره راغلل، لاسونه په خولو کې کښېښودل پر رسولانو يې د غوسې له امله یې په خپلو ګوتو خولې لګولې او رسولانو ته يې وويل: موږ پر هغه څه کفر کړی چې تاسو ورسره رالېږل شوي ياست او په تردد اچوونکي شک يو له هغه څه چې تاسو مو وربولئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ ابراهیم • آیت 8 راتلونکې ابراهیم • آیت 10