او موسٰى وويل: كه كافران شئ تاسو او هغه څوك چې په ځمكه كې دي، ټول، نو بېشكه الله خامخا ډېر بې پروا، ډېر ستايل شوى دى ابراهیم ۱۴:۸ ⧉
تفسیر:
او موسی خپل قوم ته وويل: ای زما قومه! که تاسو کفر وکړئ او ټول هغه څوک چې په ځمکه کې دي کفر وکړي؛ نو د کفر زيان پر تاسو درګرځي، ځکه الله په خپل ذات کې بې پروا دی، د خپل ذات له پلوه د ستايلو وړ دی، نه د مؤمنانو ايمان ګټه ورته رسوي او نه د کافرانو کفر زيان ورته رسوي.