Landscape MP4 Vertical MP4

سورت ابراهیم — آیت 7 (پښتو) — ویډیو

ابراهیم • آیت نمبر 7 (ټولې 52 آيتونه) • پښتو


وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِنْ شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ ۖ وَلَئِنْ كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ 7
ترجمه:
او كله چې ستاسو رب اعلان وكړ چې قسم دى كه تاسو شكر وباسئ (، نو) زه به خامخا هرومرو تاسو ته اضافه وكړم او قسم دى كه تاسو ناشكري وكړئ، نو بېشكه زما عذاب خامخا ډېر سخت دى ابراهیم ۱۴:۷
تفسیر:
موسی هغوی ته وويل: در په ياد کړئ هغه وخت چې پالونکي مو څرګند اعلان درته وکړ: که چېرې مو د الله شکر واېستئ پر هغه څه چې له يادوشوو نعمتونو يې کوم درباندې کړي دي، هرومرو به له هغو خپله لورېينه او پېرزوينه پرتاسو زياته کړي، که چېرې مو نټه وکړه پرتاسو د هغه له نعمتونو څخه او شکر مو ونه اېستئ، بېشکه د هغه سزا سخته ده د هغه چا لپاره چې له نعتمتونو يې نټه کوي او شکر يې نه باسي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ ابراهیم • آیت 6 راتلونکې ابراهیم • آیت 8