Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 115 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 115 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللَّهِ بِهِ ۖ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ 115
ترجمه:
همدا خبره ده چې هغه پر تاسو باندې حرامه كړې ده مرداره او وینه او د خنزیر غوښه او هغه چې په هغه باندې د غیرالله لپاره اواز پورته كړى شوى وي، نو هغه څوك چې مجبوره شي، په دې حال كې چې نه ظالم وي او نه (له حده) تجاوز كوونكى وي، نو بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى النحل ۱۶:۱۱۵
تفسیر:
الله تعالی حرام کړي په تاسې باندې د خوراکي شیانو څخه هغه چې مړ شوی وي پغیر د ذبحه کولو نه کوم حیوانات چې ذبحه کیږي، او وینه بهیدونکې، او د خنزیر ټول غړي، او هغه چې یو کس ذبحه کړی وی غیر الله ته د نزدیکت لپاره، او دا حراموالی په تحقیق سره د اختیار په حالت کې دی، نو که چالره مجبور کړ ضرورت خوراک د دې شیانو ته، نو خوراک ئې ترې وکړ داسې چې دې حرامو ته رغبت کوونکی نه و د دې د حرمت د وجې نه، او نه تیرېدونکی و د ضرورت د اندازې نه؛ نو پدې باندې څه ګناه نشته، یقینا الله تعالی بخښنه کوونکی دی، بخې دې ته هغه حرام چې دې خوړلي وي، مهربانه دی په دې باندې کله چې ئې دې لره د ضرورت په وخت کې دا شیان حلال کړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 114 راتلونکې النحل • آیت 116