Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 116 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 116 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


وَلَا تَقُولُوا لِمَا تَصِفُ أَلْسِنَتُكُمُ الْكَذِبَ هَٰذَا حَلَالٌ وَهَٰذَا حَرَامٌ لِتَفْتَرُوا عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ ۚ إِنَّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ لَا يُفْلِحُونَ 116
ترجمه:
او په دې وجه چې ستاسو ژبې دروغ بیانوې تاسو دا مه وایئ چې دا حلال دى او دا حرام دى، د دې لپاره چې تاسو په الله باندې له ځانه دروغ جوړ كړئ، بېشكه هغه كسان چې په الله باندې دروغ تپي، هغوى به خلاصى ونه مومي النحل ۱۶:۱۱۶
تفسیر:
او تاسې مه وایئ -ای مشرکینو- د هغې وجې نه چې بیانوي یې ژبې ستاسې د دروغو نه په الله تعالی باندې: چې دا شی حلال دی، او دا شي حرام دی؛ په دې هدف چې تاسې جوړوئ په الله تعالی باندې دروغ په حراموالي د هغه څه چې هغه نه وي حرام کړي، او یا په حلالوالي د هغه څه چې هغه نه وي حلال کړي، یقینا هغه کسان چې جوړوي په الله تعالی باندې دروغ هیڅکله نشي کامیابیدلی په خپل مقصد باندې، او نشي بچ کیدلی د هغه څه نه چې دوی ترې ویریږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 115 راتلونکې النحل • آیت 117