Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النحل — آیت 114 (پښتو) — ویډیو

النحل • آیت نمبر 114 (ټولې 128 آيتونه) • پښتو


فَكُلُوا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ حَلَالًا طَيِّبًا وَاشْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ 114
ترجمه:
نو تاسو خورئ له هغو (خوراكونو) نه چې تاسو ته الله دركړي دي، چې حلال، پاكيزه دي او تاسو د الله د نعمتونو شكر وباسئ كه چېرې تاسو خاص د هغه عبادت كوئ النحل ۱۶:۱۱۴
تفسیر:
نو خورئ تاسې -ای بندګانو- د هغې روزۍ نه چې الله پاک تاسې ته درکړې هر هغه شي چې حلال وي او د هغه خوړل د پاکو شیانو د جنس څخه وي، او د الله تعالی شکر ادا کړئ په هغو نعمتونو چې په تاسې یې کړي داسې چې اقرار په دې نعمتونو خاص الله تعالی ته وکړئ او د هغه په خوشحالۍ کې یې ولګوئ، که چیرته تاسې یواځې د هغه بندګي کوئ او د هغه سره څوک نه شریکوئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النحل • آیت 113 راتلونکې النحل • آیت 115