Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 106 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 106 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


مَا نَنْسَخْ مِنْ آيَةٍ أَوْ نُنْسِهَا نَأْتِ بِخَيْرٍ مِنْهَا أَوْ مِثْلِهَا ۗ أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ 106
ترجمه:
مونږ چې كوم ایت منسوخ كوو، یا يې (د مومنانو له زړونو نه) هیرَوُو، نو له هغه نه غوره، یا د هغه په شان راوړو، ایا ته پوه نه يې چې یقینًا الله پر هر شي باندې ښه قادر دى البقره ۲:۱۰۶
تفسیر:
الله تعالی بیانوي چې کله د یو آیت حکم پورته کړي او یا یې توري پورته کړي او خلک یې هېر کړي، نو الله تعالی په نږدې یا لرې کې له هغې ډېر ګټور حکم رالېږي او یا له هغه سره سم حکم رالېږي او دا هر څه د الله تعالی په علم او حکمت سره کېږي او ته ښه پوهېږي -ای پېغمبره- چې بېشکه الله تعالی په هر څه برلاسه دی، نو څه چې وغواړي هغه کوي او چې څه وغواړي د هغې پرېکړه کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 105 راتلونکې البقره • آیت 107