دا خبره نه هغه كسان خوښوي چې په اهل كتابو كې كافر شوي دي او نه يې مشركان، چې ستاسو د رب له جانبه په تاسو څه خیر نازل كړى شي، او الله په خپل رحمت سره خاص كوي هغه څوك چې يې وغواړي، او الله د عظیم فضل خاوند دى البقره ۲:۱۰۵ ⧉
تفسیر:
نه خوښوي کافران - هره ډله چې وي: کتابیان وي او که مشرکان- دا چې تاسو ته دې د خپل رب له خوا ښېګڼه راواستول شي، که هغه لږه وي او که ډېره او الله تعالی ځانګړی کوي له خپلو بندګانو څخه د نبوت، وحی او ایمان په لورینې سره چا ته یې چې خوښه شي، او الله تعالی د لوی فضل څښتن دی، پس هېڅ یو مخلوق ته ښېګڼه نه رسي مګر د الله تعالی لخوا وي، او د هغه د فضل څخه دادی چې پیغمبران یې رالېږلي او کتابونه یې نازل کړي دي.