Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 104 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 104 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَقُولُوا رَاعِنَا وَقُولُوا انْظُرْنَا وَاسْمَعُوا ۗ وَلِلْكَافِرِينَ عَذَابٌ أَلِيمٌ 104
ترجمه:
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو’رَاعِنَا‘ (لفظ) مه وایئ او ’اُنْظُرْنَا‘ (مونږ ته وګوره) وایئ او (خبره) اورئ۔او د كافرانو لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى البقره ۲:۱۰۴
تفسیر:
الله تعالی مومنانو ته د ښایسته تورو (ښو خبرو) د غوره کولو سپارښتنه کوي او وایي: ای مومنانو! تاسو د (راعنا) کلمه چې (زمونږ خیال وساته) مه وایئ؛ ځکه یهودیان دا کلمه بدلوي او نبي علیه السلام پرې مخاطب کوي او د فاسدې او بدې معنا موخه لري چې رعونت (کم عقلي) دی، نو الله تعالی د دې کلیمي د استعمالولو څخه مسلمانان منع کړل، څو د دوی د فساد دروازه بنده کړي، او خپلو بندګانو ته یې امر وکړ چې د هغې پر ځای ووایي: (انظرنا) چې مونږ ته صبر وکړه چې ستا په خبره پوره ځان پوهه کړو، او دا کلمه د بدې معنا له ډار څخه پرته هماغه معنا ورکوي او د کافرانو لپاره دردونکی عذاب دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 103 راتلونکې البقره • آیت 105