Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 107 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 107 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۗ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ 107
ترجمه:
ایا ته پوه نه يې چې یقینًا الله چې دى، د اسمانونو او ځمكې بادشاهي خاص د هغه لپاره ده، او تاسو لپاره له الله نه غیر (بل) هېڅ كارساز نشته او نه مددګار البقره ۲:۱۰۷
تفسیر:
ته پوهېږې -ای پیغمبره- چې الله تعالی د اسمانونو او زمکې مالک دی، پرېکړه کوي د هغه څه چې وغواړي، او خپلو بندګانو ته د هغه څه امر کوي چې خوښه یې شي او له هغه څه یې منع کوي چې خوښه یې شي، او هغه شریعت ورته پرېږدي چې خوښه یې شي او هغه څه منسوخوي چې خوښه یې شي، نو له الله تعالی پرته ستاسو بل دوست نشته چې ستاسي کارونه وکړي، او نه مو مرستندوی شته چې ضرر درنه لرې کړي، بلکې یوازې الله تعالی مرستندوی دی په دې کارونو کې او هماغه په دې کارونو برلاسی دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 106 راتلونکې البقره • آیت 108