ایا تاسو اراده لرئ چې له خپل رسول نه (داسې) سوال وكړئ لكه څنګه چې له دې نه مخكې له موسٰی نه سوال شوى و؟ او هغه څوك چې د ایمان په بدل كې كفر واخلي، نو یقینًا هغه له سمې لارې نه بې لارې شو البقره ۲:۱۰۸ ⧉
تفسیر:
ای مومنانو! ستاسو له شان سره مناسب نه ده چې تاسو له خپل پیغمبر څخه د نیوکې او اعتراض په ډول پوښتنه وکړئ لکه څرنګه چې د موسی علیه السلام قوم د خپل پېغمبر څخه مخکې داسې پوښتنې کولې؛ لکه چې دوی به ویل: (مونږ ته الله تعالی ښکاره وښایاست) (النساء: ۱۵۳)، او چا چې کفر د ایمان پر ځای واخیست نو دې له نېغې او منځنۍ لارې څخه ګمراه شو.