Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 151 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 151 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


كَمَا أَرْسَلْنَا فِيكُمْ رَسُولًا مِنْكُمْ يَتْلُو عَلَيْكُمْ آيَاتِنَا وَيُزَكِّيكُمْ وَيُعَلِّمُكُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُعَلِّمُكُمْ مَا لَمْ تَكُونُوا تَعْلَمُونَ 151
ترجمه:
لكه چې مونږه په تاسو كې له هم تاسو نه رسول درلېږلى دى چې پر تاسو باندې زمونږه ایتونه تلاوت كوي، او تاسو پاكوي او تاسو ته كتاب او حكمت (سنت) ښَیي، او تاسو ته د هغه څه تعلیم دركوي چې تاسو پرې نه پوهېدلئ البقره ۲:۱۵۱
تفسیر:
لکه څنګه مو چې پر تاسی باندې بل نعمت کړی دی، هغه داسې چې تاسو ته مو ستاسو د جنس څخه پیغمبر درلیږلی، چی تاسو ته زمونږ آیتونه (قرآن) لولي، او پاکوي تاسې له کفر څخه په هغه څه چې تاسو ته پرې امر کوی د فضایلو او نیکو، او منعه کوی تاسو د بدو صفاتو او د بدو کارونو څخه، او درښائی تاسو ته قرآن او سنت، او درښائی تاسو ته د دین او دنیا هغه کارونه چی تاسو ته نه وو معلوم.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 150 راتلونکې البقره • آیت 152