Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 152 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 152 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


فَاذْكُرُونِي أَذْكُرْكُمْ وَاشْكُرُوا لِي وَلَا تَكْفُرُونِ 152
ترجمه:
نو تاسو ما یادوى زه به تاسو یادكړم او زما شكر وباسئ او په ما باندې مه كافر كېږئ البقره ۲:۱۵۲
تفسیر:
نو پس تاسې ما په خپلو زړونو او اندامونو یاد کړئ؛ زه به ستاسې صفتونه بیان کړم او ستاسې ساتنه به وکړم، ځکه چې بدله د هر کار د هماغه کار مطابق وي (چې څه کرې هغه به رېبې)، او ما چې پر تاسې کوم نعمت (پېرزو) کړی دی د هغه شکر اداء کړئ او ناشکري مه کوئ، په داسې طریقه چې د الله تعالی نعمتونه د هغه په نافرمانۍ کې استعمالوئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 151 راتلونکې البقره • آیت 153