Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 150 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 150 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَمِنْ حَيْثُ خَرَجْتَ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ۚ وَحَيْثُ مَا كُنْتُمْ فَوَلُّوا وُجُوهَكُمْ شَطْرَهُ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَيْكُمْ حُجَّةٌ إِلَّا الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْهُمْ فَلَا تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِي وَلِأُتِمَّ نِعْمَتِي عَلَيْكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ 150
ترجمه:
او له كوم ځاى نه چې ته وځې، نو خپل مخ د مسجد حرام (قبلې) په طرف وګرځوه، او تاسو چې په هر ځاى كې یئ، نو خپل مخونه د هغه په طرف وګرځوئ، د دې لپاره چې د خلقو لپاره په تاسوباندې څه حجت (او اعتراض) نه وي، مګر له دوى څخه هغه كسان چې ظلم يې كړى دى، نو له هغو نه مه وېرېږئ، او له ما نه وېرېږئ، او د دې لپاره چې زه خپل نعمتونه پر تاسو باندې پوره كړم او د دې لپاره چې تاسو هدایت ومومئ البقره ۲:۱۵۰
تفسیر:
او اې نبي له هرځايه چې وځې او د لمانځه اراده لرې؛ نو مسجد حرام ته مخ کوه، او اې مؤمنانو هر چېرې چې ياست؛ نو کعبې ته مو مخونه کوئ کله چې د لمانځه اراده لرئ، ترڅو د خلکو لپاره کوم دليل نه وي چې ستاسو پر خلاف يې وړاندې کړي، مګر له هغوی داسې کسان چې ظلم يې کړی، هغوی به پر خپل ضد پاتې کيږي او ستاسو پر خلاف به ډېر کمزوري دليلونه راوړي، نو له هغوی مه ډارېږئ، يوازې له خپل پالونکي د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو ووېرېږئ، پرته له شکه الله ستاسو لپاره د کعبې لوري ته ګرځېدل ځکه روا کړل چې له نورو امتونو په بېلولو او د ټولو خلکو تر قبلې زياتې شرف والا قبلې ته په لارښوونه خپله پېرزوينه درباندې بشپړه کړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 149 راتلونکې البقره • آیت 151