او له كوم ځاى نه چه ته وځې، نو خپل مخ د مسجد حرام په طرف وګرځوه، او یقینًا همدا ستا د رب له جانبه خامخا حق دي، او الله له هغه څه نه چه تاسو يې كوئ كله هم غافل نه دى البقره ۲:۱۴۹ ⧉
تفسیر:
-ای پیغمبره!- د کوم ځای نه چې ووځې او په کوم ځای کې چې ته او ستا ملګري یئ او د لمانځه کولو اراده ده دې وکړه، نو د مسجد حرام په لور مخ وګرځوه، ځکه دا هغه حق دی چې تاته پرې ستا د رب له لوري وحی شوې ده او بېشکه الله تعالی ستاسې له کارونو څخه بې خبره نه دی، بلکې هغه په تاسې خبر دی او ستاسې د عملونو بدله به درکړي.