Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 148 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 148 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَلِكُلٍّ وِجْهَةٌ هُوَ مُوَلِّيهَا ۖ فَاسْتَبِقُوا الْخَيْرَاتِ ۚ أَيْنَ مَا تَكُونُوا يَأْتِ بِكُمُ اللَّهُ جَمِيعًا ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ 148
ترجمه:
او د هر چا لپاره یو جانب دى چې دا هغه ته مخ ګرځوونكى دى، نو نېكیو ته له یو بل نه مخكې كېږئ، په هر ځاى كې چې تاسو یئ الله به تاسو (ټول) په جمع راولي، یقینًا الله په هر شي باندې ښه قادر دى البقره ۲:۱۴۸
تفسیر:
او د هر امت لپاره یوه حسی یا معنوی قبله ده چی مخ ورته ګرځوي او له دې وجې نه په قبله کې د امتونو اختلاف دی او په هغه څه کې چې الله تعالی ورته رالیږلي، نو د قبلو اختلاف کوم ضرر نه کوي، کله چې د الله تعالی په امر وي، نو -اې مؤمنانو!- تاسې د نېکیو کارونو ته د یو بل نه وړاندی والی وکړئ کوم چې درته الله تعالی امر کړی او تاسو چې په هر ځای کې یاستئ، الله تعالی به مو د قیامت په ورځ سره یوځای کړي؛ د دې لپاره چې د خپلو عملونو بدله درکړي، بېشکه الله تعالی په هر څه قدرت لرونکی دی، نو ستاسې یوځای کول او بدله درکول هغه نه شي عاجز کولی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 147 راتلونکې البقره • آیت 149