Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 168 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 168 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا النَّاسُ كُلُوا مِمَّا فِي الْأَرْضِ حَلَالًا طَيِّبًا وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ ۚ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ 168
ترجمه:
اى خلقو! له هغو څیزونو نه چي په ځمكه كې دي، حلال پاك خورئ او د شیطان د قدمونو پیروي مه كوئ، یقینًا هغه ستاسو ښكاره دښمن دى البقره ۲:۱۶۸
تفسیر:
اې خلکو! تاسو له هغو شیانو څخه چی په زمکه کې د څارویو، بوټو او ونو څخه دي، خوراک کوئ، هغه چې د هغو لاسته راوړل حلال وي او په خپله هم پاک وي مردار نه وي، او تاسو د شیطان په هغو لارو مه ځئ چې تاسو ته د ګناه لوري ته بیايي، یقینا شیطان ستاسو ښکاره دشمن دی او یو عاقل ته نه ښايي چی د خپل هغه دشمن تابعداري وکړي چی هغه یې همیشه د ګمراه کولو او هغه ته د زیان رسولو هڅه کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 167 راتلونکې البقره • آیت 169