او چا چې پیروي كړې ده، هغوى به وايي: ارمان! كه مونږ لپاره (دنیا ته) بیا تلل وي، نو له دوى نه به مونږ بېزاره شو لكه چي دوى له مونږ نه بېزاره شول، همدارنګه به الله دوى ته خپل عملونه په دوى باندې د حسرتونو لپاره ښكاره كوي او دوى له اور نه كله هم وتونكي نه دي البقره ۲:۱۶۷ ⧉
تفسیر:
او هغه کمزوري او پیروي کونکي کسان وبه وايي: کاشکې مونږ بېرته دنیا ته واپس شوی وای نو مونږ به هم د دې خپلو مشرانو (رهبرانو) څخه داسې بیزاره شوی وای لکه دوی چې زمونږ څخه نن بیزاره شول، نو څنګه چې الله تعالی دوی ته په اخرت کې سخت عذاب وروښوده، همداسې به ورته د دوی د تابعدارۍ انجام په افسوسونو او خپګان وروښایي، او دوی به هیڅکله د دوزخ له اور څخه راوتونکي نه وي.