Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 169 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 169 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


إِنَّمَا يَأْمُرُكُمْ بِالسُّوءِ وَالْفَحْشَاءِ وَأَنْ تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ 169
ترجمه:
یقینًا همدا خبره ده چې هغه تاسو ته د بدۍ او بې حیايۍ حكم كوي او دا چې تاسو په الله باندې هغه خبرې وتړئ (وتپئ) چي تاسو پرې نه پوهېږئ البقره ۲:۱۶۹
تفسیر:
هغه (شیطان) تاسو ته په هغه څه امر کوي چې هغه بد وي د ګناهونو څخه او په هغه څه چی هغه لوی ګناهونه وي او تاسو ته امر کوي چی په الله تعالی باندی په عقیده او شرائعو کې خبری وکړئ بغیر د هغه علم نه چی تاسو ته د الله د طرف نه او یا د الله تعالی د پیغمبرانو د طرف نه راغلی وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 168 راتلونکې البقره • آیت 170