Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 170 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 170 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنْزَلَ اللَّهُ قَالُوا بَلْ نَتَّبِعُ مَا أَلْفَيْنَا عَلَيْهِ آبَاءَنَا ۗ أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ شَيْئًا وَلَا يَهْتَدُونَ 170
ترجمه:
او كله چې دوى ته وویل شي: د هغه څه پیروي وكړئ چې الله نازل كړى دى، (نو) وايي: (نه) بلكې مونږه د هغه څه پیروي كوو چې په هغه باندې مونږ خپل پلرونه (مشران) موندلي دي، ایا اګر كه د دوى پلرونه (داسې) وو چې په هېڅ شي نه پوهېدل، اونه يې سمه لار موندلې وه البقره ۲:۱۷۰
تفسیر:
او کله چې دې کافرانو ته وویل شي: تاسو د هغه هدایت او رڼا تابعداري وکړئ، کومه چې الله تعالی رالېږلې ده، دوی د ضد او عناد له وجې وايي: مونږ د هغو عقیدو او رواجونو تابعدارې کوو کوم چې زمونږ پلرونو کول، نو آیا ی د خپلو (هغو) پلرونو تابعداری کوي چې هغوی د هدایت او رڼا څخه هیڅ خبر نه وو او هغه حق ته ځان نه رسوي په کوم چې الله تعالی راضي کېږي؟!
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 169 راتلونکې البقره • آیت 171