Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 171 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 171 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَمَثَلُ الَّذِينَ كَفَرُوا كَمَثَلِ الَّذِي يَنْعِقُ بِمَا لَا يَسْمَعُ إِلَّا دُعَاءً وَنِدَاءً ۚ صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لَا يَعْقِلُونَ 171
ترجمه:
د هغو كسانو مثال چې كفر يې كړى دى؛ د هغه كس په شان دى چې هغه (څارويو) ته نارې وهي چې نه اوري مګر يواځې تشه بلنه او غږ، (دوى) كاڼه دي، ګونګیان دي، ړانده دي، نو دوى هېڅ نه پوهیږي البقره ۲:۱۷۱
تفسیر:
د کافرانو مثال د خپلو پلرونو په تابعدارۍ کې د هغه شپونکي (چوپان) په څېر دی چې خپلې رمې ته چغې وهي، نو څاروي یې (یوازې) آواز اوري خو په دې نه پوهیږي چې څه ورته وایي، نو پس دوی د حق له اوریدو څخه کاڼه دي فایده ترې نه شي اخیستلای، د دوی ژبې له حق ویلو څخه ګونګۍ دي، سترګې یې له حق څخه ړندې دې حق نه شي لیدلای، نو ځکه دوی په هغه حق نه شي پوهیدلای کوم ته یې چې تاسې رابلئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 170 راتلونکې البقره • آیت 172