Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 172 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 172 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَاشْكُرُوا لِلَّهِ إِنْ كُنْتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ 172
ترجمه:
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغو پاكو حلالو څیزونو څخه خورئ چې مونږ تاسو ته دركړي دي، او د الله شكر وباسئ، كه تاسو داسې یئ چې خاص د هغه عبادت كوئ البقره ۲:۱۷۲
تفسیر:
اې هغه کسانو چی په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې ده: هغه پاک خواړه خورئ چې الله تعالی تاسو ته درکړي او ستاسو لپاره یې روا (حلال) کړي دي او په پټه او ښکاره د الله تعالی د هغو نعمتونو شکر وباسئ چې پر تاسو یې کړي او د الله تعالی د شکر ایستلو څخه دادی چې د هغه اطاعت او تابعداري وکړئ او د هغه له نافرمانۍ څخه ځان وساتئ، که چېرې تاسو په ریښتیا یوازې د هغه بنده ګي کوئ، او هيڅ شی ورسره نه شریکوئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 171 راتلونکې البقره • آیت 173