Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 177 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 177 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


لَيْسَ الْبِرَّ أَنْ تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَٰكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَىٰ حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَىٰ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّائِلِينَ وَفِي الرِّقَابِ وَأَقَامَ الصَّلَاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَاهَدُوا ۖ وَالصَّابِرِينَ فِي الْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ وَحِينَ الْبَأْسِ ۗ أُولَٰئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوا ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ 177
ترجمه:
نېكي دا نه ده چې خپل مخونه د مشرق او مغرب په طرف وګرځوئ، او لېكن نېكي (د هغه چا) ده چې په الله او په ورځ د اخرت او په ملايكو او په كتابونو او په نبیانو يې ایمان راوړى دى او د هغه په مینه (كې) خپلوانو او یتیمانو او مسكینانو او مسافرو او سوالګرو ته مال وركوي او په (ازادولو د) څټونو كې (يې لګوي) او لمونځ قايموي او زكات وركوي او د خپلو وعدو پوره كوونكي وي كله چې وعده وكړي، (خصوصًا) چې په سختۍ او تكلیف كې او د جنګ په وخت كې صبر كوونكي دي، دا هغه خلق دي چې رښتیني دي او همدغه خلق متقیان دي البقره ۲:۱۷۷
تفسیر:
یوازې مشرق یا مغرب طرف ته په لمانځه کې مخ ګرځول او په دې کې اختلاف کول الله تعالی ته محبوبه نیکي نه ده، بلکې خیر ټول په هغه چا کې دی، چې په الله تعالی ایمان راوړي او هغه یوازې د عبادت مستحق وګڼي او په ورځ د قیامت، په ټولو رالېږل شويو کتابونو او پیغمبرانو له توپیر پرته ایمان راوړي او له مال سره د مینی کولو سره سره بیا هم په خپلوانو، یتیمانو، ضرورتمندو خلکو، نااشنا له خپل کلي او خپلوانو څخه لرې مسافرو او حالاتو ځپلو سوال ته محتاج شویو کسانو باندې مصرف کوي او د غلامانو او بندیانو په آزادولو کې مال خرڅ کول او په سمه توګه سره لمونځ کول، او زکات ورکول او هغه کسان چې کله وعدې کوي نو بیا یې پوره کوي او هغه کسان چې په غریبۍ، تنګ دستۍ او ناروغۍ باندې صبر کوي او د جګړې (جهاد) د سختوالي پر مهال میدان نه پرېږدي، دغه کسان چې د دغو صفتونو څښتنان دي، دا هغه کسان دي چې په خپل ایمان او عملونو کې ریښتیني دي او همدوی هغه ځانګړي متقیان دي چې د الله تعالی ټول اوامر یې پرځای کړي او له ټولو منهیاتو څخه یې ځان ساتلی دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 176 راتلونکې البقره • آیت 178