دا ځكه چې بېشكه الله كتاب په حقه نازل كړى دى او یقینًا هغه كسان چې په كتاب كې يې اختلاف كړى دى؛ خامخا په ډېر لرې مخالفت كې دي البقره ۲:۱۷۶ ⧉
تفسیر:
د علم او هدایت د پټولو دا سزا ځکه ده چې الله تعالی آسمانی کتابونه په حق سره نازل کړي دي او دا نازلیدل د الله له طرفه دا تقاضا کوي چې دا کتابونه خلکو ته بیان شي او پټ نه شي او هغه کسان چې په آسماني کتابونو کې یې اختلاف کړی دی، پر ځینو یې ایمان راوړی او بعضی نور یې پټ کړي دي خامخا د حق نه لرې دي.