Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 175 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 175 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


أُولَٰئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الضَّلَالَةَ بِالْهُدَىٰ وَالْعَذَابَ بِالْمَغْفِرَةِ ۚ فَمَا أَصْبَرَهُمْ عَلَى النَّارِ 175
ترجمه:
دا هغه كسان دي چې د هدایت په بدله كې يې ګمراهي اخيستې ده او دمغفرت په بدله كې عذاب، نو (تعجب دى) دوى په اور باندې څومره صبر كوونكي دي! البقره ۲:۱۷۵
تفسیر:
دغه کسان چې د علم په پټولو موصوف شوي دي هغه علم چې خلک ورته ضرورت لري، دوی د هدایت په بدل کې ګمراهي واخیستله هر کله چې دوی د حق علم پټ کړ او د الله تعالی مغفرت یې په عذاب بدل کړ، نو بس څومره صبر کوونکي دي دا کفار په هغه څه باندې چې د دوب لپاره اور ته د داخلیدو سبب ګرځي، ګویا دوی په هغه عذاب هیڅ پروا نه کوي ځکه چې په خپل کفر باندې صبر کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 174 راتلونکې البقره • آیت 176