یقینًا هغه كسان چې هغه څه پټوي چې الله له (خپل) كتاب نه نازل كړي دي، او د دې په بدل كې لږ قیمت اخلي، (نو) دغه كسان، نه خوري (نه اچوي) په خپلو خېټو كې مګر اور، او د قیامت په ورځ به الله نه له دوى سره خبرې وكړي او نه به دوى پاك كړي او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى البقره ۲:۱۷۴ ⧉
تفسیر:
بېشکه هغه کسان چې پټه وي هغه څه چې الله تعالی رالیږلي چې هغه کتابونه دي او پټوي هغه څه چې دی کتابونو کې دي چې هغه حق دې او د محمد صلی الله علیه وسلم د پیغمبرۍ دلیلونه دي، لکه یهودو او نصارو چې کول، او په دي پټولو سره دوي د دنیا لږه بدله اخلي چې یا مشری وي یا مرتبه وي او یا مال وي؛ دغه کسان نه اچوي په خپلو خیټو کې مګر هغه څه چې د دوې لپاره به په اور کې د سزا ورکولو سبب شي، او الله تعالی به د قیامت په ورځ د دوئ سره د خوښی خبری ونه کړي، بلکه د دوۍ د خفګان خبري به ورسره وکړي، او نه به دوۍ د ګناهونو او د کفر نه پاک کړي او نه به د دوۍ ستاینه وکړي، او د دوۍ لپاره به دردناک عذاب وي.