اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! پر تاسو باندې د وژل شويو په باره كې (د) قصاص (قانون) فرض كړى شوى دى، ازاد د ازاد په بدل كې، او غلام د غلام په بدل كې، او ښځه د ښځې په بدل كې (قصاصېږي)، پس هغه څوك چې هغه ته د خپل ورور له جانبه د څه شي معافي وكړى شي، نو په ښې طریقې سره مطالبه (لازم) ده، او هغه (د مقتول ولي) ته په نېكې طرېقې سره اداكول (لازم) دي، دا ستاسو د رب له جانبه اساني او مهرباني ده، نو له دې نه پس چې چا زیاتى وكړ، نو د هغه لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى البقره ۲:۱۷۸ ⧉
تفسیر:
اې هغو کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی دی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې ده، فرض کړل شوی دی پر تاسو باندې د هغه چا په باره کې چی بې ګناه قصدا په ظلم سره نور څوک ووژني، سزا ورکول قاتل ته د هغه له جنایت سره سم، او هغه داسې چې آزاد انسان به په آزاد وژل کېږي، غلام به په غلام، او ښځه به د ښځې په بدل کې وژل کېږی، خو که چېرې مقتول له خپل مرګ څخه مخکې بښنه کړې وه او یا د مقتول ولي (نږدې خپل) د دیت -د مال یوه اندازه ده چې قاتل یې د بښنې مقابل کې ورکوي- په اخیستلو سره بښنه وکړي، نو پس چاچې کله بښنه وکړه نو له قاتل څخه دې له احسان او تکلیف رسولو پرته دیت وغواړي او قاتل باید په آسانۍ له وروستوالي پرته دیت ورکړي او دا بښنه او د دیت اخیستل پر تاسو باندې د الله تعالی له طرفه آسانتیا ده او په دې امت د الله تعالی رحمت دی، نو پس چاچې له بښنې او د دیت له قبلولو وروسته په قاتل تېری وکړ؛ نو د هغه له پاره د الله تعالی له لوري دردناک عذاب دی.