Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 179 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 179 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ 179
ترجمه:
او تاسو لپاره په قصاص كې لوى ژوند دى، اى د خالص عقل خاوندانو! د دې لپاره چې تاسو (ځان) وساتئ البقره ۲:۱۷۹
تفسیر:
الله تعالی چې ستاسو له پاره کوم قصاص روا کړی دی په دې کې ستاسو لپاره ژوند دی؛ ځکه چې په دې سره ستاسی وینی ساتل کېږي او په دې سره خپل مینځي دښمني له مینځه ځي، دا خبره هغه څوک درک کولی شي چې سالم عقل لري، له الله تعالی څخه وېرېږي، د هغه شرعې ته غاړه ږدي او په اوامرو یې عمل کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 178 راتلونکې البقره • آیت 180