Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 180 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 180 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


كُتِبَ عَلَيْكُمْ إِذَا حَضَرَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ إِنْ تَرَكَ خَيْرًا الْوَصِيَّةُ لِلْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ بِالْمَعْرُوفِ ۖ حَقًّا عَلَى الْمُتَّقِينَ 180
ترجمه:
پر تاسو باندې فرض كړى شوي دي د مور او پلار او خپلوانو لپاره په ښې طریقې سره وصیت كول، كله چې په تاسو كې یو كس ته مرګ راشي، په دې شرط چې مال يې پریښى وي۔، دا په متقیانو ډېر لازم (حكم) دى البقره ۲:۱۸۰
تفسیر:
فرض کړای شوی دی پر تاسی باندې کله چی ستاسی نه یو کس ته مرګ او یا د مرګ اسباب راشي، که چېرې یې ډېر مال پريښی وي، نو باید مور، پلار او خپلوانو ته له شرعې سره سم وصیت وکړي چې له درېیمې برخې نه به زیات نه وي او وصیت کول پر متقیانو باندې د الله تعالی لازمی حکم دی. خو دا حکم د میراث د آیاتونو له نزول څخه مخکې ؤ، خو کله چې د میراث آیاتونه نازل شول، دا پکې روښانه شوه چې له مړي څخه څوک او څومره د میراث برخه وړلی شي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 179 راتلونکې البقره • آیت 181